امریکا له افغانستان سره دامنيتي تړون له لاسلیک څخه څه غواړي چي ترلاسه کړي؟
الجـــــــهاد فی سبیل الله
امریکا له افغانستان سره دامنيتي تړون له لاسلیک څخه څه غواړي چي ترلاسه کړي؟
ساعت 12:35 | بازدید : 820 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فغان ولس له یوې سختي ازمویني سره مخ دی، داسي ازموینه چي يوازي پکي باتوره او توریالي قومونه بريالي کېدلی شي، ځيني پلورل شويو مشرانو يې په سر سودا پيل کړي او غواړي چي دغه مظلوم ولس چي له يوې لسيزي زیات وخت يې دازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي، دداسي یوه ښامار په خوله کي ورکړي، چي موخه يې دزان مړول او دنړۍ دمظلومو خلکو دوينو زبېښل دي، داسي يوښامار چي هيڅ وفا او ملګرتیا نه لري.

دا ډیره روښانه خبره ده، چي امریکا په نړۍ کي له هيڅ هیواد سره وفا نه ده کړې او نه ورسره په خپلو ژمنو پاته شوی دی، خو زموږ دغه تش په نامه مشران چي دهغوی له لوري ټاکل شوي، غواړي چي ددې جګړه ځپلي ولس په سترګو کي خاوري ورواچوي، هغه غداره امریکا ورته یوه وفاداره ملګرې وښيي او هغه بې وعدې دښمن ورته دیوه ژمن دوست په بڼه معرفي کړي.

داسي یو هیواد چي په فرهنګ او قاموس کي يې دوفا توری نه شته، په افغانستان کي داوږدمهاله اډو په جوړولو سره به له افغانانو سره وفا وکړي؟

افغانان باید په دې پوه شي،چي امریکا دلته ددوی دګټو لپاره نه ده راغلي اونه به څه ګټه ورته ورسوي، ځکه تیرو دوولس کلونو يې داثابته کړه، چي په راتلونکي کي به هم افغانستان ته له وراني پرته هیڅ رانوړي.

امریکا چي دنړۍ په سطحه یو اقتصادي ځواک دی،تل دخپلو ګټو په لټه کي وي او غواړي ددې لپاره چي لا يې اقتصاد پياوړی شي، دنړۍ په ګوټ ګوټ کي حضور ولري، چي له دې لاري وکولای شي،خپلو سیالانو ته ماته ورکړي،دهغوی دپرمختګ مخه ونيسي او خپل اقتصاد لا پياوړی کړي.

امریکا په افغانستان کي داوږد مهاله اډو په جوړلو سره غواړي چي خپلو لاندي اهدافو ته ورسيږي.

(۱) دامریکا پروني او ننني سیالان چین او روس دي، چي له افغانستان سره ډیرنږدې پراته دي او مرکزي اسیا دروس او چین په منځ کي دپل حيثیت لري، چي امریکا کولی شي دلته دحضور په صورت کي ددغو دواړو هیوادونو په ضعيفو نکتو فشار راولي او دپرمختګ مخه يې ونيسي.

(۲) څنګه چي اوس مهال نړۍ له ژور اقتصادي بهران سره مخ ده، نوځکه امریکا غواړي، چي په استراتيجیکو ځايونو په ځانګړي توګه په افغانستان خپله ولکه ټینګه کړي،ترڅو له همدې لاري په راتلونکو لسيزو کي په سیمه کي دانرجي مهمي زيرمي ترلاسه او خپل اقتصاد پرې پياوړی کړي.

(۳) امریکا او اروپا چي زیاتو تيلو او سون توکو ته اړتیا لري، غواړي په سیمه کي په تیلو او نفتو قبضه وکړي او هم يې قيمتونه کنترول کړي،ځکه تیل زیاتره له اسیا څخه امریکا او اروپا ته ځي،که چيرته دتیلو بيي لوړي وي،نو دا امریکا او اروپا ته دیوه اقتصادي ګزار په معنا سره ده.

(۴) امریکا دا هڅه هم کوي، چي افغانستان او نور انرجي لرونکي هیوادونه روس ته نږدې نه شي او ددوی دنږدېکت مخه ونيسي، ددې په څنګ کي امریکا دا هم غواړي، چي داډو په جوړولو او په افغانستان کي دحضور په صورت کي په دې هیوادکي دروسيې دنفوس مخه ونيسي.

(۵) څنګه چي امریکا دنړوال استعمار فکر لري او اوس مهال هم یوشمېر هیوادونه دامریکا تراستعمار لاندي دي، نوځکه په افغانستان کي ددائمي اډو په جوړولو سره غواړي، چي افغانستان دخپلو مستعمره هیوادونو په لړ لیک کي داخل کړي.

(۶) دا یوتاریخي حقيقت دی، کله چي په یوه سيمه او یاهیواد کي داشغال پښې وښويېږي او له ماتي سره مخ شي، نو بیا په ټولو سیمو او هیوادونو کي ماته خوري، لکه څنګه چي دانګريزیانو او روسیانو تاريخ دغه حقیقت ثابت کړ او له دې وړاندي هم دتاریخ په اوږدو کي همداسي شوي، نو ځکه امریکا غواړي چي په افغانستان کي داډو په جوړولو سره خپله ماته له نړۍ څخه پټه کړي، ترڅو دغه ماته ددوی دنړوالي ماتي پيلامه نه شي.

(۷) افغانستان له داسي هیوادونو سره پولي لري، لکه ایران چي دامریکا تیر دوست او وروستی رقيب دی، امریکا ددې لپاره چي په ایران برید وکړي او يوځل يې بیا درضاشاه وختونو ته ور وګرځوي دې ته اړتیا لري، چي په افغانستان کي اوږد مهاله حضور ولري.

(۸) له بله پلوه مو پوله له یوه داسي هیواد (پاکستان) سره نښتي، چي په ايټومي بم سمبال او په اسلامي نړۍ کي قدرتمن هیواد بلل کیږي، امریکا ددې لپاره چي دغه هیواد له ایټمي طاقت څخه بې برخي او یايې نور پرمختګ ته پرېنږدې، اړتیا لري چي په څنګ کي دي ورسره پروت او په ښه توګه دي وکولای شي، دهغوی څارنه وکړي.

(۹) څنګه چي امریکا په اقتصاد کي لمړی ځای لری، نه غواړي، چي دغه پوزيشن کوم بل هیواد ورڅخه يوسي، نوځکه غواړي په سیمه کي دچین دودي مخه ونیسي.

دامریکا دغو ټولو هدفونو ته په کتو سره ویلای شو، چي په افغانستان کي دامریکا اډې دافغانانو په ګټه نه بلکه دافغانانولپاره به ستر ناورين شي، په دې سره به نه یوازي چي افغانانو ته څه ګټه نه وي رسيدلي، بلکه دسیمي هیوادونه به ددښمن په سترګه ورته ګوري، چي دغه چاره به دغه په وچه کي راګیر هیواد ته یولړ اقتصادي او سیاسي ستونزي را ولاړي کړي او ددې په ځای چي سوله راشي، جګړه به لا اوږده کړي.

موسی مهاجر



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 42
بازدید دیروز : 117
بازدید هفته : 346
بازدید ماه : 1338
بازدید کل : 92362
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 42
:: باردید دیروز : 117
:: بازدید هفته : 346
:: بازدید ماه : 1338
:: بازدید سال : 3719
:: بازدید کلی : 92362